کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشهور امريکايي سناتور جان مک کين د ۸۱ کلونو په عمر سا ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سنبله 1397 ساعت 9:59

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرېس مشهور سناتور او د ویتنام د جګړې اتل جان مک کین د ۸۱ کلونو په عمر مړی شو دی.


د جان مک کین له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي مک کین پرون شنبه مازدیګر څلور بجې او ۲۸ دقیقې سا ورکړه.
نوموړی د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د مغزو سرطان په سخته ناروغۍ اخته شو او په متحده ایالتو کې یې تر درملنه لاندې و.
ښاغلي مک کین ۶ دورې د امریکا په سنا مجلس کې د ارېزونا​ ایالت استازیتوب کړی دی او د امریکا متحده ایالتونو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شوی هم و.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سناتور مک کین په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د ښاغلي مک کین پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
 


د مطلب کود: 169417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169417/مشهور-امريکايي-سناتور-جان-مک-کين-د-۸۱-کلونو-په-عمر-سا-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com