دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 169418
د لوړپوړو امنیتي چارواکو د استعفا په اړه د ولسمشر غني پرېکړه
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر وایي ولسمشر محمد اشرف غنی د دفاع او د کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت رئیس استعفا نه ده منلې.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي ”د افغانستان د ملي دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رئیس نن خپلې استعفاوې د جمهوررئیس حضور ته وړاندې کړې. جمهوررئیس د دوی استعفاوې منظور نه کړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او د امنیتي وضعیت د بهبود په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. “
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه.
ورپسې داسې راپوره خپاره شول چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو او د ملي امنیت له رئیس غوښتي چې استعفا ورکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezo8zvjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته