کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړپوړو امنیتي چارواکو د استعفا په اړه د ولسمشر غني پرېکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سنبله 1397 ساعت 10:01

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر وایي ولسمشر محمد اشرف غنی د دفاع او د کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت رئیس استعفا نه ده منلې.



ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي ”د افغانستان د ملي دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رئیس نن خپلې استعفاوې د جمهوررئیس حضور ته وړاندې کړې. جمهوررئیس د دوی استعفاوې منظور نه کړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او د امنیتي وضعیت د بهبود په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. “
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه.
ورپسې داسې راپوره خپاره شول چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو او د ملي امنیت له رئیس غوښتي چې استعفا ورکړي.
 


د مطلب کود: 169418

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169418/د-لوړپوړو-امنیتي-چارواکو-استعفا-په-اړه-ولسمشر-غني-پرېکړه

آوا
  https://www.avapress.com