دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 169420
د افغانستان لوی ملي ائتلاف د مدني نافرمانیو د پیلېدو خبر ورکوي
د افغانستان لوی ملي ائتلاف د راتلونکو ټاکنو په تړاو د سیاسي ګوندونو او جریانونو د غوښتنو او ضرب الاجل په وړاندې د حکومت او ټاکنو کمېسیون د چوپتیا په غبرګون کې د مدني نافرمانیو د پیلېدو خبر ورکوي.

د لوی ملي ائتلاف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیاسي ګوندونو او جریانونو غوښتنو په اړه ټاکل شوی دوه اوونیز ضرب الاجل پای ته رسېدلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې حکومت، د ټاکنو کمېسیون او نړیوال ټولنه د سیاسي ګوندونو، د افغانستان لوی ملي ائتلاف او خلکو غوښتنه ته پاملرنه نه دی کړې.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د سیاسي ګوندونو له نظارت پرته او له درغلیو ډک ټاکنې به افغانستان له جدي کړکېچ سره مخ کړي او له همدې امله د افغانستان لوی ملي ائتلاف پر خپل پخواني دریځ ټینګار کوي او د نورو تحرکاتو ترڅنګ د مدني نافرمانیو له لارې د درغلیو دروازې به وتړي.
د سیاسي ګوندونو او جریانو استازو شاوخوا دوه اوونی مخکې په یوه ګډ اعلامیه کې ویلي و چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د بایومټریک له لارې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړي او دغه بهیر باید د اعتبار وړ او فني مراجعو له خوا ترسره او د مسئولو ارګانونو له خوا تضمین شي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ټاکنو په سیسټم کې بدلون باید د سیاسي ګوندونو، جریانونو او سیاسي مشرانو د طرحې په اساس رامنځته شي او د ټاکنو له بهیر څخه د څارنې زمینه برابره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiwnzv23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته