دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 169431
افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر ووژل شو
د ملي امنیت ریاست وایي افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر ابوسعید اورکزی په ننګرهار د هوایي برید په پایله کې وژل شوی دی.

په ملي امنیت ریاست کې باخبره سرچینې وایي د داعش د خراسان څانګې مشر سعد ارحابي چې به ابو سعید ارورکزي مشهور و، د خوږياڼو ولسوالی په مربوطاو کې د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د هوایي برید په ترڅ کې د داعش ۹ غړي او د ارحابي ملګري هم وژل شوي.
د سرچینې په وینا، د داعشیانو په وړاندې تازه هوایي برید د جنګل کلي په مربوطاتو کې ترسره شوی دی.
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې ننګرهار ولایت غني خیلو ولسوالۍ په ۲۵ مې ویالې سیمه کې تېره شپه د بهرنیو خواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د مسافر په نوم د یو قوماندان په ګډون درې داعشیان وژل شوي او درې نور ټپيان دي .
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjthevvuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته