دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 169434
جان مک کین؛ امریکایی جمهوری خواه سناتور ومړ
جان مک کین؛ امریکا جمهوری خواه ګوند پیژندل شوی څیره او ارشد سناتور ومړ.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی مک کین چی مغز سرطان باندی اخته وو، د مریضی د پرمختګ او جسمانی ضعف له امله، دوه ورځې مخکې، د خپل مریضی درمان درولي وو.
هغه په ځوانۍ کې په ویتنام کې د امریکا ځواکونو پیلوت په حیث بندی او د پنځو کالو وروسته آزاد شو.
جان مک کین په ۱۹۸۵ کې امریکا نمایندګانو مجلس ته لاره پیدا کړه او د ۱۹۸۶ کې  آریزونا ایالت سناتور په حیث وټاکل شو. هغه په سنا کې وروسته مسلح ځواکونو کمیته ریاست ته ورسید او ارشد سناتورانو له برخی څخه شو.
ښاغلی مک کین د ریاست جمهوری په ټاکنو کې په ۲۰۰۸ کال کې د جمهوریخواهانو نهایی نامزد شو؛ خو نتیجه و باراک اوباما ته پریښوده.
په ټاکنو کې ماتې وروسته ښاغلی مک کین په سنا کې پاته شو او نفوذ درلودونکې جمهوری خواهانو څخه په حساب راتله.
هغه ډیر ځلې د دونالد ترامپ؛ امریکا ولسمشر څخه نیوکه کړي دی.
 
https://avapress.com/vdcc1oqs02bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته