کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پارلمانی ټاکنو یو نامزد په کابل کې ووژل شو

4 سنبله 1397 ساعت 12:57

جلال الدین صالحی پارلمانی ټاکنو نامزد د کابل ولایت شکردره ولسوالی څخه تیره ورځ ووژل شو.



 
د آوا په ګزارش سره، تراوسه ددی قتل مقصد نه دی معلوم خو ویل کیږی چی جلال الدین صالحی تیره ورځ د امنیتی ځواکونو له لوری د شکردره په ولسوالی کې په قتل رسیدلی دی.
جلال الدین صالحی د ۱۳۹۷ کال پارلمانی ټاکنو یو تن کاندیدانو څخه وو.
د صالحی ځینی پلویان په ټولنیز پاڼو کې لیکلی دی چی دا کس په ناځوان مردانه توګه د دولتی ځواکونو له لوری په قتل رسیدلی دی.
ځینی ددی پلویانو څخه ویلی چی جاسوسان او غلامان ناسالم رقابت په کوهدامن کې په لاره اچولی او اوس په شکردره کې غواړی د ترور لاری څخه دولت آدرس څخه مخته لاړ شی.
هغوی دولتی لوړپوړۍ چارواکو څخه غوښتی چی باید ددی قضیی ځوابګویه وی او نور نه شی کولای داسی کارونو باندی د شکردره خلګو غږ بند کړی.
دا په داسی حال کې دی چی تراوسه هیڅ دولتی رسمی سرچینه د جلال الدین صالحی قتل څرنګوالی په اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 169436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169436/پارلمانی-ټاکنو-یو-نامزد-په-کابل-کې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com