کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا او ترکیې یوه نوې جګړه

4 سنبله 1397 ساعت 13:00

اوس مهال تربل هر وخت د امریکا او ترکیې ترمنځ اړیکي ترینګلي او کړکیچن شوي، څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ له ترکیې څخه په ور وړونکي سټیل او المونیم ګمرګ دوه چنده لوړ کړ چې له امله یې د ترکیې په صادراتو منفی تاثیرپریوت.




د نوې امریکایي پریکړې له مخې، په المونیم شل سلنه او په سټیل پنځوس سلنه  ګمرګ لګول شوی، په دې سره د ترکیې نه په ایکسپورټ کې  دپام وړ کمی راغلی.
او ښکاره ده  چې ترکیه او امریکا دواړه دناټوغړيتوب لري اوترمنځ یې داوسني جنجال لویه وجه امریکایې پادري( اینډریو برنسن)  هم دی، څوک چې دا مهال په ترکیه کې  بندي دی، په هغه تور دی چې په ۲۰۱۶ زکال کې یې دترکیې دناکامه پوځي بغاوت او په امریکا کې دمیشت مبلغ فتح الله ګولن سره یې مرسته کړې ده  او همدا راز دترکیې لخوا ممنوع ګرځول شوي ګوند( ګردستان ورکزرپارټي)  ترشاه هم نوموړی لاس لري.
دامریکا ولسمشر ټرمپ په ځلونو دهغه دخوشي کولو غوښتنه وکړه خو دترکیې حکومت له لوري خوشي نشو. ددي په غبرګون کې دامریکا ولسمشر دترکیې دقانو په وزیرعبد الحمید ګل او دکورنیو چارو په وزیر سلیمان باندې بندیزونه ولګول چې له مخې یې نوموړي وزیران امریکا ته سفر نشي کولی او هم په امریکا کې دهغوی دشتمنیو کنګل کولو حکم  ورکړی. دامریکا خلکو ته یې ویلي: چې دیادو وزیرانو او دهغوی دکورنیو سره هیڅ ډول تجارت او راکړه ورکړه ونکړي.
ددي په ځواب کې دترکیې ولسمشر هم دامریکا دقانون په سکرتر او دکورنیو چارو په سکرتر( څوک چې دمرکزي وزیرانوسره درجې لري) ورته بندیزونه لګولي
طیب اردګان دامریکا پریکړه غندلې او هغه یې دنړیوالو اصولو خلاف کار بللی او امریکاته یې اخطار ورکړی  که هغه دیو طرفه ګامونو پورته کولو څخه لاس په سر نشي نوترکیه به په نړۍ کې نور شریکان ولټوي دخبري رسنیو په قول: دطیب اردګان او دروسیې دولسمشر پوټین ترمنځ په دي اړه خبرې هم شوې او دنویو اړیکو جوړولو هوډ یې ښودلی
ځکه ترکیه اندیښنه لري چې امریکا په شام کې دترکیې مخالف کرد ګوند ته وسلې ورکوي او هم دده مخالف فتح الله ګولن په ورسپارلو کې پاتې راغلي  خو دخپل پادري  دخوشي کولو په کلکه غوښتنه کوي
دیادونې وړده چې کله نه امریکا دترکیې څخه دالمونیم او سټیل په وروړو ګمرګ دوه چنده سیوا کړی دهم هغه وخت نه دترکیې کرنسې ( لیرا) په ارزښت کې هم خورا  کمی راغلی چې  په غبرګون کې یې  دترکیې ولسمشر وویل : که امریکا دډالرځواک لري موږ دالله تعالی ځواک لرو او ورته به شکست ورکوو
رجب طیب اردګان چې په اوسنیو انتخاباتو کې بری مندلی او په دې سره یې ډیر واک هم ترلاسه کړی دصدراعظم منصب په لغوه کولو دهیواد دیوځواکمن واکمن په حیث څرګند شوی چې له امله یې ځیني نوموړي ته دترکیې دسلطان لقب کاروي  په دې سربیره نوموړی داسلامي نړۍ په نورو هیوادو کې  هم یوه منل شوې څېره ده په خاصه توګه دامریکا او اسرایل ظلمونه او وحشتونه غندل هغه څه دي چې نوموړي ته یې مقبولیت ورکړی دی
امریکا او اسرایل دواړه دهغه په بري باندې سخت  خفه دي اوس لګیادي کوښښ کوي چې په ترکیه باندې لکه دایران بندیزونه ولګوي   او هدف یې دترکیې اقتصاد او بیا ولس دی چې هرکله دترکیې اقتصاد درکود سره مخ شي طبعي ده چې  په ترکیه کې به  درجب طیب اردګان مقبولیت ته هم صدمه ورسي
البته دترکیې ولس یوبیدار ولس دی هغوی دامریکا او اسرایل له رادو څخه خبر لري  اجازه به ورنکړي چې امریکا او اسرایل له دې لارې خپلو موخوته ورسي
دنړیوالو چارو کتونکي اندیښنه لري چې امریکا شاید په ترکیه نور مهم بندیزونه به  هم ولګوي چې په سبب به یې ضرور دترکیې اقتصاد متاثر شي دخبري راپورونو له مخې: دامریکا کانګرس په دې غور کوي چې دترکیې سره دامریکا لخوا د۳۵s- الوتکو په اړه شوې لوظنامه لغوه کړې
طیب اردوګان پخپل ولس غږ کړی چې هغوی دي په راتلونکي کې ځانونه دمقابلې لپاره تیارکړي او دوی سره شته سره زر، ډالر او خارجي کرانسیاني دي وپلوري ځکه اوس مهال ترکیه په اقتصادي جنک کې ښکیل ده
بل پلوته دډیرو کتونکو په نظر دامریکا رویه دتولو اسلامي هیوادو لپاره دخطر زنګ دی چې امریکا غواړي مسلمانان ترقې او په خوشالۍ سره ژوند ونکړي او دمختلفو حیلو او بهانو په جوړلو سره غواړي داسلامي هیوادو په طبعي زیرمو خیټه واچوي او ددي لپاره یې مختلفې لومې خورې کړې  او پکې مسلمان ولسونه نیسي او بیا یې  دخپلو غوښتنو په منلو مجبوروي
داسلامي هېوادو نجات پخپلمنځي اتحاد او اتفاق کې دي باید سره یولاس او یوځوا ک شي په ترکیه باندې دامریکا دتهدیدونو خلاف پورته شي که نن په ترکیې راغلې سبا په دوی راځي باید سرله اوس نه دخپلې بقا په لارو چارو غور وکړي.


د مطلب کود: 169437

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169437/د-امریکا-او-ترکیې-یوه-نوې-جګړه

آوا
  https://www.avapress.com