دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 169438
د چین یوه هوټل کې اور لګېدو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وايي، د چین په شمال ختیځ هاربين ښار کې نن سهار وختي یوه هوټل کې اور لګېدلی چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.

د واکمن کمونيست ګوند د رسنیو څانګې په یوه بیان کې ویلي چې د پيښي د لامل په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.
د چین رسمي خبري اژانس راپور ورکړی،  اور نن سهار په ځايي وخت  ۴:۳۶ د هوټل په څلور پوړيزه ودانۍ کې بل شو چې ۴۰۰ متره مربع سیمه يې وسوځوله او تر ۳ ساعتو وروسته اور غلی کړای شو.
د سیمه ييزو چارواکو په خبره، اوس هم په ودانۍ کې د ژغورنې عملیات روان دي.
https://avapress.com/vdcgwy9q7ak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته