کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له نشه يي موادو سره د مبارزې ستراتیژي د نړیوالې ټولنې له خوا تایید شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سنبله 1397 ساعت 13:57

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې سيمه ييزه ستراتيژي تائيد شوې او اوس افغان حکومت د دې ستراتيژۍ د عملي کولو پر پلان کار کوي.



له نشه يي موادو سره د مبارزې د سیمه ییزې ستراتېژۍ طرحه چې یو میاشت مخکې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت له خوا د اُتریش په پایتخت ویانا کې وړاندې شوې، د نړیوالې ټولنې له خوا تایید شوه.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل چې په پام کې ده دا طرحه په نږدې راتلونکي کې لاسلیک شي.
د ښاغلي دانشیار په خبره دا مهال افغان حکومت د دې ستراتېژۍ پر عملي پلان باندې کار کوي

"دا ستراتېژي نهايي شوه او اوس د لاسلیک او عملي پلان په پړاو کې ده، هیله لرو چې د دې ستراتيژۍ په نهايي کېدلو او عملي کېدلو سره به وکولای شو چې د سیمې هیوادونه له افغانستان څخه بهر ته د نشه يي موادو د قاچاقو او له بهر څخه افغانستان ته د فري کرسرونو د راوړلومخه ونيسو، موږ مخکې د تفاهم لیکونو له مخې له ګاونډیو هېوادونو سره کار کاوه، د ستراتيژۍ پر اوسنې طرحه باندې د کارپوهانو تر کچې بحث وشو او په ویانا کې نهايي شوه، موږ اوس د دې طرحې د لاسلیک او عملي پلان په پړاو کې یو."
له نشه يي موادو سره د مبارزې د ستراتېژۍ طرحه یوه میاشت مخکې د افغان دولت له لورې د ۱۳ هېوادونو استازو ته چې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو، د امریکا متحده ایالتونو، اروپايي اتحادیې او ملګرو ملتونو د ادارې استازو ته په ویانا کې وړاندې شوه.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت په خبره، تر دې وړاندې افغانستان، سیمه ییزو او ګاونډيو هېوادونو د دوو اړخیزو او څو اړخیزو هوکړه لیکونو په چوکاټ کې له نشه يي موادو سره مبارزه کوله، خو تر دې وروسته به دا هڅې د یوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې تنظیم کېږي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین ډاکټر ظفر باور لري چې ګاونډي هېوادونه د نشه يي موادو په ستونزه کې لویه ونډه لري.
 


د مطلب کود: 169439

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169439/له-نشه-يي-موادو-سره-د-مبارزې-ستراتیژي-نړیوالې-ټولنې-خوا-تایید-شوه

آوا
  https://www.avapress.com