کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د طالبانو مالي او پوځي مسوولین وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سنبله 1397 ساعت 16:26

په ننګرهار کې د طالبانو د مالي او پوځي مسوولینو په ګډون د دوی څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.



د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا کسان تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ د څلیریشتمې ویالې په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو  په هوایي برید کې  وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، په وژل شویو کې د وسلوالو طالبانو مالي او د ننګرهار په کچه د دغې ډلې پوځي مسوول مولوی شهید یار او مفتي هیبت الله او د  طالبانو دوه سرګروپان حاجي تور  او بسم الله هم شته دي.
 


د مطلب کود: 169454

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169454/په-ننګرهار-کې-د-طالبانو-مالي-او-پوځي-مسوولین-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com