دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 169454
په ننګرهار کې د طالبانو مالي او پوځي مسوولین وژل شوي
په ننګرهار کې د طالبانو د مالي او پوځي مسوولینو په ګډون د دوی څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا کسان تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ د څلیریشتمې ویالې په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو  په هوایي برید کې  وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، په وژل شویو کې د وسلوالو طالبانو مالي او د ننګرهار په کچه د دغې ډلې پوځي مسوول مولوی شهید یار او مفتي هیبت الله او د  طالبانو دوه سرګروپان حاجي تور  او بسم الله هم شته دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceno8zejh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته