دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 169462
د داعش خراسان څانګې امیر ابو سعید اورکزی وژل کیدو په وړاندی ارګ ماڼۍ غبرګون
د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی د داعش د خراسان څانګې ”امیر“ د ابو سعید اورکزي د وژل کېدو په اړه عکس العمل وښود.

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي په ننګرهار ولایت کې د داعش خراسان څانګې ”امیر“ د ابو سعید اورزکي وژل کېدل دا په ډاګه کوي چې افغان حکومت په قاطعیت سره د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي.
په ملي امنیت ریاست کې باخبره سرچینې وایي د داعش د خراسان څانګې مشر سعد ارهابي چې به ابو سعید ارورکزي مشهور و، د خوږياڼو ولسوالی په مربوطاو کې د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د هوایي برید په ترڅ کې د داعش ۹ غړي او د ارحابي ملګري هم وژل شوي.
د سرچینې په وینا، د داعشیانو په وړاندې تازه هوایي برید د جنګل کلي په مربوطاتو کې ترسره شوی دی.
بلخوا د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وایي، سعد ارهابي اورکزۍ ایجنسۍ اصلي اوسیدونکو وو،چې د حسیب لوګري تر وژل کېدو وروسته د داعش ډلې له لورې د افغانستان لپاره د مشر په توګه ټاکل شوی وو.
 
https://avapress.com/vdcd9n0fxyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته