کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سولې ولسی حرکت: سولې ته مو هیلې زیاتې شوي

4 سنبله 1397 ساعت 17:22

د سولې د ولسي حرکت غړي وايي، د افغانستان په مختلفو ولایتونو او ولسوالیو کې له دوی سره د خلکو يوځای کېدل سولې ته د رسېدو په لار کې، د دوی هيلې زیاتې کړې دي.






د سولې د ولسي حرکت غړي په لوڅو او ټناکو پښو د لسګونه کیلومتره پلي مزل وروسته، د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ ته ورسېدل.
د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست په دی اړه ویلي چې د سولې د ولسي حرکت يوشمېر غړي که څه هم د لارې په اوږدو کې د سختو روغتیايي ستونزو سره مخ شول، خو بیا هم له خپل کړي هوډه لاس په سر نه شول.
نوموړی وايي، د لارې په اوږدو کې له دوی سره د خلکو يوځای کېدل، د دوی په زخمونو د مرهم او پټۍ د لګولو په مانا دي چې سولې ته د رسېدو لپاره د دوی هیلې ژوندۍ ساتي.
نوموړي زیاته کړه:
"اوسمهال موږ د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یوو، د شکردرې، میربچه کوټ، کلکان او د کابل په قره باغ کې دا شان د جبل سراج، سالنګ او د پروان ولایت په مرکز او د دې ترڅنګ د بغلان په خنجان ولسوالۍ او يو شمېر نورو سیمو کې زرګونه خلکو زموږ په ناستو کې ګډون وکړ، دا ښيي چې خلک نور له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي."
د ښاغلي وطندوست د معلوماتو له مخې، سبا به دوی د بغلان مرکز پلخمري ته ورسېږي او له هغه ځایه به د سولې له پيغام سره د بلخ په لور حرکت وکړي.
د ده په خبره، که څه هم د دوی د سفر پای نا معلوم دی، خو پلان لري چې له بلخ وروسته پلي هرات ولایت ته ولاړ شي.
د هلمند د سولې ولسي حرکت په نوموړي ولایت کې له يومیاشتني پرلت وروسته، د کابل په لور وخوځېدل او د هلمند ــ کابل لاره یې پلې طی کړه چې د خلکو له پراخ هرکلي سره هم مخ شو.


د مطلب کود: 169463

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169463/سولې-ولسی-حرکت-ته-مو-هیلې-زیاتې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com