د اجرائیه ریاست له خوا نن یکشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرويشیا ولسمشرې کولیندا ګرابار کیتاروویچ دغه ژمنه له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره نن په کتنه کې وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو دغه راز د افغانستان د سولې، د انتخاباتو، د افغانستان د امن کولو لپاره د ترهګرۍ په وړاندې د سیمه ییزې همکارۍ، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ او د دې هېواد د سولې او امن د ټینګېدو په روانو هڅو کې د کرویشیا د سرتېرو د رول په اړه خبرې وکړې.
کرویشیا په اوس وخت کې په افغانستان کې له سلو زیات سرتېري لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)