دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 169478
په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر جان باس د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار د محمد حنیف اتمر د استعفا په اړه عکس العمل وښود.

ښاغلي باس د یو بیان په خپرولو سره د افغانستان د ساتنې په برخه کې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ستراتیژیکې ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره د ښاغلي اتمر کار ستایلی دی او ور څخه مننه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي باس په حواله راغلي، چې ولس ته د ښاغلي اتمر خدمتونه د ټولو لپاره یو ښه مثال دی.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي اتمر د شنبی ماښام نا وخته له خپلې دندې استعفا وکړه او د خپلې استعفا لامل یې د حکومت له مشرتابې سره په سیاسي چارو کې د جدي اختلافاتو موجودیت بللې دي.
بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني وایي د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار د محمد حنیف اتمر استعفا د هېواد لوړو ګټو ته په کتو منلې ده.
نوموړی دغه څرګندونې د ملي امنیت شورا لپاره د نوي سلاکار حمد الله محب د پیژندلو په مراسمو کې وکړې.
ولسمشر غني وویل ”د خپل دوست او دوامداره همکار د استعفا منل راته ستونزمن تصمیم و، خو د هېواد د ملي ګټو په خاطر مې باید دغه تصمیم نیولی وای. “
هغه د هېواد د ملي امنیت د مخکېني سلاکار محمد حنیف اتمر د خدمتونو او هڅو قدرداني وکړه وې ویل ”ښاغلي اتمر په بېلابېلو برخو کې ډېر زحمتونه ګاللي، هېواد هغه ته اړتیا لري او په نورو برخو کې به د هغه له تجربو استفاده وشي. “
جمهوررئیس وویل ”د امنیتي سکتور مسوولینو ته مې لارښوونه کړې چې د محمد حنیف اتمر ټول امنیتي او شخصي تدابیر دې پر خپل ځای وي. اوس زمونږ موخه دا ده چې خپل فکر پر راتلونکي متمرکز کړو. “
 
https://avapress.com/vdca0on6a49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته