دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 169488
د خلیلزاد ماموریت خو به د امریکایانو ویستل نه وي
راپورونه وايي چې ټرامپ غواړي افغانی الاصله امریکايي (زلمی خلیلزاد) د افغانستان لپاره د خپل خاص استاځي په توګه کابل ته راولیږي.

له بل اړخه د کابل اداري مشر د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو، د ملي امنیت له رئیس او د امنیت شورا له مشر څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره استعفا ورکړي. د دې علت په دې ورستیو کې د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا د غزني ولایت سقوط او د اختر په ورځ، په داسې شیبو کې چې اشرف غني په ارګ کې خبرې کولې، په حساسو پوځي ودانیو ګڼ توغنديز بريدونه دي. سرچینې وايي دواړه پیښې امریکایانو او کابل رژیم ته لړوزونکې او شرمونکې وې، چې له امله يې دوی د افغان ولس په وړاندې په دو پیسو شول؛ نو اوس هغوی د خپل دغه شرم د پټولو او توجیه کولو لپاره څلور امنیتي او دفاعي مهم چارواکي هدف وګرځول او د بې کفایتي او مسؤلیت ټول بار یې د هغوی په اوږو وغورځاوه.
د کابل اداره او امریکایان که د هر ولایت د سقوط په ټس کې خپل مهم وزیران دغه رنګه جبري استعفا ته مجبوروي، فکر نه کیږي چې دغو دندو ته په ډیره اسانۍ وړ کسان پیدا کړي. اسلامي امارت د الله تعالی په نصرت او د ملت په ملاتړ دا وړتیا لري چې هر وخت وغواړي، کوم ولایت ونیسي او سقوط يې کړي؛ نو دا کار ورته لکه کندوز، فراه او غزني ډیر اسانه او بې تکلفه کار دی.
پر ځای او مناسب تصمیم دا دی چې کابل رژیم او بادارن یې په صراحت اعلان وکړي، چې د اسلام او هیواد له سربکفو اتلانو مجاهدینو سره يې نور مقابله په وس نه ده پوره او نور ناکام او ذلیل دي. دا هسې بهانې او پلمې دي، چې فلان وزیر او چارواکی بې کفایته کړي. خبره د زور او توان ده، چې الله پاک د مجاهدینو په مقابل کې د اسلام له غلیمانو اخیستی او یوه ستراتیژي یې هم د پرمختګ او کارآمد نه ده.
په کار ده چې  امریکایان نور خپل هغه وروستی تصمیم او ستراتیژي، چې له افغانستان څخه تیښته او تخلیه ده، ژر تر ژره اعلان او لاس په کار شي؛ ځکه له دغه برخلیک او پریکړې پرته بله لار او چانس نلري، ټولې حربې یې شنډې، د ټولو مجربو جنرالانو تجربې یې بې ګټې او د هر ډول وسلو تمرین او استعمال یې ناکاره او نامراده وګرځید.
اوس له شک پرته هغه وخت رارسیدلی لکه پخواني شوروي اتحاد چې نور په افغانستان کې د شکست او ناکامۍ په پوله ودرید؛ نو د شوروي اتحاد یو متقاعد او مجرب جنرال (ورانسوف) چې په عین حال د ګوربارچوف خاص استاځی هم وو، د وروستي ځل لپاره خاص د دې لپاره افغانستان ته راواستاوه چې په څه ډول د شوروي لښکرې په مصؤن ډول وباسي. د ده یو مهم ماموریت دا و چې ټول هغه مهم پلونه جوړ او لارې ډاډمنې کړي، ترڅو په هغو شوروي شوبلې او لښکرې بیرته برګشت او عبور وکړي.
د چارو کاروپوهان له نظره، يو ځل بيا د افغانستان لپاره د امریکا د خاص استاځي په صفت د خلیلزاد راتلل کټ مټ د پخواني شوروي اتحاد د تېښتې او فرار حالت افغانانو ته وریادوي او داسې فکر کیږي، چې د خلیلزاد اوسنۍ دنده به هو به هو د (ورانسوف) دنده او مکلفیت وي، چې په څه ډول امریکایان نور له ابدي تباهۍ او په افغانستان کې له ګړوبیدنکي سرنوشت څخه وژغوري.
https://avapress.com/vdcbw9b8wrhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته