یو شمېر طالب سرچینو څرګنده کړې؛ روسي الوتکو د طالبانو یو شمېر پوستې تر برید لاندې نیولي، چې په کې ځاني زیانونه نه دي اوښتي.
د تخار والي وياند جواد هجري ويلي، نن سهار اووه بجې د تاجکستان د هوايي ځواک الوتکو د درقد ولسوالۍ د جنګل پر سيمه هوايي بريد وکړ، چې له کبله يې دوه قاچاقبران وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړې، چې پرون له غرمې وروسته له تاجکستان سره پر ګډه پوله د درقد ولسوالۍ د جنګل په سيمه کې د قاچاقبرانو او تاجکستان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وشوه، چې په کې دوه تاجکي سرحدي پولیس ووژل شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ وروسته بیا تاجکي الوتکو اړوند سیمه بمبارد کړه.
د تخار امنيه قومندانۍ وياند خليل اسير رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د تاجکي الوتکو په هوايي بريد کې ٦ طالبان وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.
طالبانو او تاجکستان حکومت تر اوسه د دغې مرګ و ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې ده زیاته کړې، چې د جنګل سيمه له څو کلونو راهيسې د طالبانو تر واک لاندې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)