ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار والي حیات الله حیات په لارښوونه په ننګرهار ولایت کې د افغانیو دودولو او د کلدارو د مخنیوي په موخه د جدي اقداماتو په ترڅ کې ولایت مقام ته د ټولو هغو مراجعینو او مامورینو مخنیوی پیل شو، چې په جیبونو کې یې پاکستانۍ کلدارې درلودې او ورته سپارښتنه وشوه،چې د کلدارو په نشتون سره ولایت مقام ته تګ راتګ وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي حیات همدا راز د دې ولایت ټولو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې یاده چاره په ولسوالیو او مرکز کې په اړونده ادارو پلي کړي،ترڅو د افغانیو چلند ته بشپړه زمینه برابره شي .
د ننګرهار ولایت مقام په وینا، په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې په افغانیو د توکو د پلور نرخنامۍ جوړولو لړۍ هم پیل شوه،چې له مخې به د پیر او پلور پر مهال هټیوالو او اخیستوونکو ته زیان ونه رسیږي .
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې ننګرهار والي د دې ولایت د ټولو اوسیدونکو په ځآنګړي ډول جلال اباد ښاریانو څخه هم وغوښتل، چې د یادې چارې د بریالیتوب په برخه کې ولایت مقام سره همکاري وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)