کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعشیانو په تړاو د روسیې د ادعاو په اړه د عبدالله غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 سنبله 1397 ساعت 14:49

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوې بې بنسټه بللې، چې ګواکې د داعش ډلې وسله وال د ناڅرګندو هلیکپوټرو له لوري تجهیز کېږي.



نوموړی دغه څرګندنې نن د وزیرانو شورا د غونډې په ترڅ کې وکړې.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د ناڅرګندو هلیکوپټرو له لورې د داعشیانو تجهیز او تمویل په اړه ادعاوې بې بنسټه دي.
 دروسیې د بهرنیو چارو وزارت د سرپل ولایت اوسېدونکو او ځایي خبریالانو په حواله په یوه بیان کې ویلي چې په یاد ولایت کې لا هم داعش وسله وال د ناڅرګندو الوتکو له لوري تجهیزات ترلاسه کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د داعشیانو د تجهیز لړی د مشترک المنافع هېوادونو پولو ته څېرمه ترسره کېږي په داسې حال کې چې د داعشیانو ګڼ شمېر بهرنی وسله وال چې د یادو هېوادونو وګړي دي د داعش په لیکو کې جنګېږي.
بلخوا د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي په ننګرهار ولایت کې د داعش خراسان څانګې ”امیر“ د ابو سعید اورزکي وژل کېدل دا په ډاګه کوي چې افغان حکومت په قاطعیت سره د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي.
په ملي امنیت ریاست کې باخبره سرچینې وایي د داعش د خراسان څانګې مشر سعد ارهابي چې به ابو سعید ارورکزي مشهور و، د خوږياڼو ولسوالی په مربوطاو کې د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
 


د مطلب کود: 169510

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169510/د-داعشیانو-په-تړاو-روسیې-ادعاو-اړه-عبدالله-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com