د شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې نن سهار د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د ملي اردو یو کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شوی دی.
په فاریاب کې د ملي اردو کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شوی
5 سنبله 1397 ساعت 15:24
د شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې نن سهار د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د ملي اردو یو کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شوی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یاد کاروان لومړی د یوه ماین چاودنې سره مخ شو، چې په کې یو شمېر موتر ویجاړ شول. وروسته د طالبانو یو لس کسیز ګروپ، چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو یو هاموی او یو ډي سي توپ له سیمې څخه کلي ته وردننه کړي؛ تر هوایي برید لاندې راغلل او ټول وژل شوي دي.
په دې نښته کې د امنیتي ځواکونو له تلفاتو څه ندي ویل شوي؛ خو طالبانو له اړوند سیمې شاتګ کړی دی.
د مطلب کود: 169513