دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 169516
غني: د تورخم بندر په څېر به په نورو بندرونو او لارو کې هم د قاچاق مخه ونیول شي
ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د صنعتکارانو خونې له یو شمېر مرکزي او ولایتي مسوولانو سره د کتنې پر مهال ویلي چې د تورخم بندر په څېر به په نورو بندرونو او لارو کې هم د قاچاق مخه ونیول شي.

د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې د صنعتکارانو په حواله راغلي، چې دا مهال افغانستان په  ۳۲ تولیدي سکتورونو کې بشپړې خودکفایي او په ۲۲ نورو برخو کې نیمه خودکفايي ته رسېدلی چې د حکومت په ملاتړ به دا برخې هم په بشپړ ډول په ځان بسیا شي.
دوی په خپلو خبرو کې د صنعت په برخه کې لا زیاتې پانګونې ته چمتووالی وښود او د قاچاق په مخنیوي کې یې د حکومت هڅې وستایلې، وې ویل، د لومړي ځل لپاره د تورخم په تاریخ کې قاچاق بند شوی دی او همدارنګه یې د صنعت د ودې، د صنعت پر وړاندې د پرتو خنډونو او د صنعتي پارکونو د انکشاف او احیا لپاره خپل مشخص وړاندیزونه جمهوررئیس ته وړاندې کړل.
 ورپسې جمهوررئیس غني د هېواد د تولیدي اقتصاد په ودې او پانګونې کې د صنعت کارانو رول مهم وباله او د دوی د هڅو قدرداني یې وکړه، وې ویل، حکومت د صنعت د ودې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی او د صنعت د ودې لپاره ځانګړې برنامه لري.
ولسمشر غني له صنعتکارانو وغوښتل چې د صنعت د ودې په ځانګړې ډول د باد او لمریزې انرژۍ د تولید او نساجۍ په برخو کې پانګونه وکړي، وې ویل، حکومت حاضر دی چې صنعتکارانو ته د لمریزې انرژۍ د وسایلو د تولید لپاره پارک او ځمکه په اختیار کې ورکړي او د وسله‌وال پوځ د یونیفورم په جوړولو کې د کورنیو نساجیو تولیدات وکاروي.
 هغه وویل، د قاچاق مخنیوی د حکومت لومړیتوب دی او دا چې تاسې وویل، تورخم کې د قاچاق مخه نیول شوې ده، نورو بندرونو او لارو کې چې د قاچاق امکان موجود وي، حکومت به د هغو د مخنیوي لپاره هم هڅې ګړندۍ کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfn0f9yt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته