دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 169519
نظرمحمد مطمئن لیکوال او شناند:

محمد حنیف اتمر استعفا په اړه بحثونه

محمد حنیف اتمر استعفا په اړه بحثونه


 په افغان حکومت کې وروسته له ډاکټر غني، تر ټولو د ډیر واک لرونکی شخص، د امنیت شورا مشر حنیف اتمر استعفی او د حکومت د مشر ‏لخوا یې منل، په دوېمه ورځ (۲۶ اګسټ ۲۰۱۸) یې د دفاع وزیر بهرامي، د کورنیو چارو وزیر برمک او ملي امنیت لوی رئیس معصوم ‏ستانکزي لخوا د حکومت مشر ته یوځایې د استعفاوو وړاندي کېدل، خو د ډاکټر غني له خوا نه منل، تاوده بحثونه را ولاړ کړي.‏
ښاغلي اتمر په خپل استعفی لیک کې ویلي: "د دولت له رهبري سره د ملي اجماع، سولې او امنیت، سیاسي مدیریت او ټاکنې، ښې ‏حکومتولي، سیمئیز او نړیوالو اړیکو اړوند د جدې مخالفت له امله استعفی کوم. "‏ له مودي راهیسي د ډاکټر غني او حنیف اتمر تر منځ د اختلاف نظر خبرې اوریدل کېدي، ویل کیږي چې ښاغلي اتمر د لوی اختر څخه ‏مخکې استعفی وړاندي کړي وه، ډاکټر غني ورڅخه غوښتې وو چې له اختر وروسته دا کار وکړي، ځکه افغان حکومت تمه درلودله چې ‏طالبان به په لوی اختر (۲۱ اګسټ ۲۰۱۸) کې د څو ورځو لپاره اوربند اعلان کړي، او که اتمر استعفی ورکړي، بیا به طالبان افغان ‏حکومت لا ډیر کمزوری وګڼي او له اوربند څخه به په شا شي.‏
دا هم ویل کیږي چې څو میاشتي مخکې عمر زاخیلوال، په اسلام اباد کې افغان سفیر هم د حکومت مشر ډاکټر غني ته استعفی وړاندي ‏کړي وه، ولي ډاکټر غني د هغه استعفی ځنډولي او له هغه یې غوښتې چې تر څه وخت پوري په خپله دنده پاتې او کار وکړي.‏
ځینو رسنیو د اګسټ ۲۵ مه، ۲۰۱۸، راپور ورکړ چې ډاکټر غني د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت مشر څخه هم غوښتې چې ‏له دندو استعفا وکړي، او نن ورځ چې هغوی تشه ولیدله، یو ځایې یې استعفاوي وړاندي کړي، خو ډاکټر غني دا کار او د هغوی یو ځایې ‏استعفا منل خپل سیاسي انتحار وګاڼه.
شوني ده چې په راتلونکي وخت کې د دوی سربیره ځینې نور لوړ پوړي چارواکې هم له دندو ولاړ ‏او یا یې پريښودو ته مجبوره کړل شي.‏ پرته له شکه چې د حنیف اتمر ځای به د ګډ حکومت کوم بل کس ډک نه کړي، ولي حنیف اتمر هم غوښتل چې په دغه حساس وخت کې ‏د راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو او یا لنډمهاله حکومت اړوند خپل کمپاین ته وخت ولري.‏

احمد الله محب به وکولای شي چې د ګډ حکومت لپاره د امریکایې او بریتانوي چارواکو په دننه کې ښه کمپاین وکړي، ولي اوس وخت ډیر ‏ناوخته دی.‏ حنیف اتمر که څه هم د افغان حکومت په مشرې له طالبانو سره د سولې خبرو پلوی وو، ولي د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ‏مخالفت یې هم نه کاوو، دا ډول په راتلونکي ماسکو غونډه (۴ سپټمبر ۲۰۱۸) کې د افغان حکومت د استازو ګډون یې هم پر ځای کار ‏ګاڼه.‏
داچې امریکا په وار وار له ډاکټر غني څخه غوښتي چې خپل سیاسي مخالفینو سره جوړجاړی وکړي، دوستم بیرته هیواد ته راوستل شو، ‏صلاح الدین رباني او عطا نور سره پتې خبرې رواني دي، د حراثت او ثبات شورا مشر استاد سیاف ملاتړ تر لاسه کولو هڅې کیږي، او بل ‏خوا د شمال ټلوالې پخوانیو غړو غوښتنه وه چې حنیف اتمر او معصوم ستانکزی باید له دندو لیري شي، بیا به له ډاکټر غني سره سیاسي ‏جوړجاړی کوي.‏
حنیف اتمر به کله هم د امریکا او بریتانیا ملاتړ له لاسه ورنه کړي، په بریتانیا کې یې د امنیت برخه کې روزنه لیدلي، له امریکا / ناټو سره یې ‏پر امنیتي او فاعي تړون لاسلیک کړی.‏
د ټاکنو اړوند ویل کیږي چې د افغان حکومت په دننه کې ستونزې شتون لري، او حنیف اتمر به هڅه کوله چې راتلونکي ولسي جرګې ‏ټاکنو کې د پام وړ شمیر ځوانان راولي، زما لیکوال په اند د ولسي جرګې د ټاکنو د سبوتاژ هڅې د افغان حکومت له دننه د ځینو کړیو لخوا ‏کیږي، او نړیوال هم د پخوا په وخت د ټاکنو لیوالتیا نه لري.‏ ویل کیږي چې حنیف اتمر د کورنیو چارو وزیر سره په ګډه پر داسي پلان کار کړی وو چې نا مسؤل وسلوال باید ونیول شي، کوم چې د ‏ډاکټر غني لخوا نه یوازي رد شوې، بلکې د هغه د ناخوښي لامل هم ګرځیدلی وو، او د حنیف اتمر اختلافات ورسره لا زیات شوې وو.‏ د زابل پخواني والي خیال محمد حسیني هم په زابل کې د سولې اړوند په لوړه کچه ځینې مهم فعالیتونه د حنیف اتمر په خوښه او اجازه تر ‏سره کړي وه، کله چې د حنیف اتمر سره رقابت کوونکي له همدې پټې معاملي خبر شول، د ډاکټر غني ذهنیت یې بل لورته واړاوو، او ‏حسیني یې مجبوره کړ چې استعفا ورکړي.‏ د غزنې جګړه او د لوی اختر په ورځ په کابل کې راکټې بریدونه د امنیتي ادارو په اوسني وضعیت بې تاثیره نه وو، د غزني جګړې اړوند ډاکټر ‏غني ته په لومړیو کې ناسم معلومات ورکول شوې وو، کله چې د اجرایه رئیس دوېم مرستیال انجنیر محمدخان له ډاکټر غني سره ولیدل، ‏همهغه وخت ډاکټر غني د غزني په ګډ وډ امنیتي وضعیت پوه شو، او دا ډول د لوی اختر په ورځ ارګ ته نږدي د عیدګاه جومات له سيمې ‏څخه د راکټونو توغېدل، او د چارواکو ویرېدل، هغه څه وو چې ممکن ډاکټر غني به یې پر خپل امنیتي ټېم بې باوره کړی وي.‏

امریکا پلوي پخواني چارواکي، چې اوس مهال له دندو لیري شوې او د حکومت په سیاسي مخالفت کې ولاړ دي، ځینې امریکایې چارواکي ‏او ډیری افغانان په دي نظر دي چې د افغان کشالې د ستونزې د حل یوه لاره لنډ مهاله حکومت دی، حتي تر دي چې فکر کوي کومه ورځ ‏به ډاکټر غني هم له دندي استعفی ورکړي، ممکن له همدې امله به وي چې حنیف اتمر استعفا ورکړي وي، ځکه د راتلونکي موقت ‏حکومت د مشرې لپاره د عمر داودزي، حنیف اتمر، حضرت عمر زاخیلوال او انوارالحق احدي نومونه یاديږي.‏

که لنډمهاله حکومت نه جوړیږي، بیا هم حنیف اتمر تمه لري چې د امریکا او بریتانیا او سیمئیزو هیوادونو ملاتړ (پرته له ایران) له ځان سره ‏ولري، که وکولای شي چې راتلونکي ولسمشریزه ټاکنې وګټي.‏ اتمر پوهیږي که په ماسکو غونډه کې د افغان حکومت استازي ګډون ونه کړي، هغه سيمئیزه اجماع چې دوی یې تمه درلودله، هغه اجماع ‏به هم د طالبانو په ګټه تمامه شي، ځکه د ماسکو غونډه کې د سيمې هیوادونو استازي ګډون کوي، او هلته به له طالبانو سره مخامخ ‏خبرې ولري، طالبان به هڅه وکړي چې د هغوی انديښنو ته ځواب ووایې.
‏ پوښتنه داده چې د شمال ټلوالي د پخوانیو غړو له خوا په پښتونیزم تورن شوی ډاکټر غني به د حنیف اتمر او د معصوم ستانکزي په ممکنه ‏نه شتون کې له دوی او نورو سیاسي جریانونو سره سیاسي معامله وکولای شي، که یې وکړي، نتیجه به یې د ډاکټر غني او یا هغوی په ګټه ‏وي؟ وخت ته به انتظار وکړو.‏
https://avapress.com/vdcgqy9qyak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته