دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۲
د مطلب کود : 169521
عبدالله عبدالله: سولې پروسې مالکيت باید افغانستان وکړي
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس د مسکو غونډې ته په اشارې سره وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د ټولو هېوادونو له هڅو هرکلی کوي، خو په وینا یې د سولې د پروسې مالکیت باید افغانستان وکړي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې مسکو تر راتلونکو څو ورځو پورې د طالبانو په استازیتوب د افغانستان د سولې په اړه د یوې غوڼدې کوربه وي، د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، د سولې د پروسې حاکمیت باید د افغانستان له خلکو او حکومت سره وي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۰۵ سنبله ۱۳۹۷» د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان د سولې پروسه باید افغانان رهبري کړي او د مسکو ناسته چې روسیه‌یې مشري کوي، کومه نتیجه به ورنه‌کړي.

نوموړي زیاته کړه:
"کوم هېوادونه چې د افغانستان د سولې لپاره زمینه برابروي او همکاري کوي، موږ ترې هرکلی کوو، خو د یوې شېبې او حتی یو ځل لپاره هم باید د سولې پروسې حاکمیت تر پوښتنې لاندې رانه‌شي، دا حاکمیت باید د افغانستان له خلکو او حکومت سره وي او د دې پروسې رهبري باید افغانستان وکړي، ځکه د سولې د ټینګښت اړتیا تر ټولو مخکې افغانان احساسوي."
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناسته د راتلونکي میلادي میاشتې په څلورمه نېټه د روسیې په کوربه‌توب جوړه شي.
طالبانو هم منلې چې د دغې ډلې په استازیتوب به په قطر کې د دوی له سیاسي دفتره یو پلاوی په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
خو افغان حکومت ویلي چې د مسکو په ناسته کې چې د افغان سولې په اړه د روسیې په کوربه‌توب جوړېږي، برخه نه‌اخلي.
د امریکا متحده ایالاتو هم د مسکو په ناسته کې د روسیې بلنه نه‌ده منلې او ویلي یې دي چې د افغانستان د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.
مخکې تر دې د طالبانو یو شمېر استازو په قطر کې له یو شمېر امریکايي چارواکو سره هم کتلي چې دغه لیدنې کتنې تأیید شوې هم دي، خو افغان حکومت ویلي چې دا خبرې رسمي نه‌دي او دا د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابروي.
 
https://avapress.com/vdcj8hevvuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته