دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 169523
پکتیکا کې عامه کتابتون نوې ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شو
نن د دوشنبې په ورځ د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د عامه کتابتون لپاره نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیکا د عامه کتابتون د ودانۍ په پرانيست غونډه کې د یاد ولایت والي محمد الیاس وحدت په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د دې کتابتون په تجهیز او اکمال سره به لوستي کسان، استادان، محصلان او نور روڼ اندي د دوی د اړتیا او ذوق سره برابرو کتابونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د پکتیکا والي په ځانګړي ډول په روڼ اندو او لوستو کسانو غږ وکړ چې مطالعې او کتاب سره مینه زیاته کړي او تر څنګ‌يې ژمنه وکړه چې یاد کتابتون به د کتابونو له اړخه نور هم غني کړي.
د کتابتون دا ودانۍ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات له پرمختیايي بودجې څخه د یوه کال په موده کې جوړه شوې، په بېلابېلو برخو کې یوه اندازه کتابونه او د مطالعې لپاره مناسب ځایونه لري.
https://avapress.com/vdcb59b8frhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته