دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 169533
د ماسکو غونډه ځنډیدلې
دغه ټیلفوني مکالمې کې تصمیم ونیول شو چې د لا زیاتې امادګۍ او موثریت په خاطر به مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي، افغانستان او د روسیې دولت به په ګډه د دغې ناستې مدیریت او کوربه توب وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازیګر د روسیې فدراتیف د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټیلفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلفوني مکالمه کې د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګېدو په خاطر د بین المللي او منطقوي دوستانو او شریکانو په ځانګړي ډول د روسیې فدراتیف دولت د هڅو قدرداني وکړه، وې ویل، د کابل په دویم کنفرانس کې د سولې هر اړخیزه برنامه چې د افغانستان د خلکو د بېلابېلو اقشارو سره په مشورې او د نړيوالې ټولنې په ملاتړ جوړه شوې وه، سرتاسري او پایداره سولې ته د رسېدو ټول اساسي اصول یې ټاکلي دي.
جمهوررئیس غني وویل، په دې خاطر چې اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکیت سوله ده په پام کې ونیول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، باید په پوره همغږۍ ورته امادګي ونیول شي، نو د دغو ناستو موثریت به زیات کړي.
په دغه تیلفوني مکالمه کې د روسیې فدراتیف دولت د بهرنیو چار وزیر له جمهوررئیس غني څخه مننه وکړه چې د ټیلفوني مکالمې لپاره یې وخت ورکړ او زیاته یې کړه، موږ هم د افغانانو په مالکیت سوله غواړو او په دې برخه کې هرې موثرې همکارۍ ته چمتو یوو او د افغانستان حکومت سره په همغږۍ به هره هڅه او همکاري ترسره کړو.
په دغه ټیلفوني مکالمې کې تصمیم ونیول شو چې د لا زیاتې امادګۍ او موثریت په خاطر به مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي، افغانستان او د روسیې دولت به په ګډه د دغې ناستې مدیریت او کوربه توب وکړي.
همدارنګه وویل شول چې په دغه موده کې به د افغانستان حکومت په کور دننه سلا مشورو ته دوام ورکړي او هم به د دواړو هېوادونو ترمنځ ټیمونه د ناستې د څرنګوالي او وخت معلومولو په خاطر ګډ کار وکړي.
https://avapress.com/vdcc1oqs12bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته