دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۰:۱۴
د مطلب کود : 169538
افغان حکومت: افغانستان کې ائتلافی حکومت رامنځته کیدو خبری بی بنسټه دي
افغان حکومت د یو شمېر افغاني رسنیو هغه راپورونه بې‌بنسټه وبلل چې ګوندې د امریکا او وسله‎والو طالبانو ترمنځ په خبرو کې په افغانستان کې د ائتلافي حکومت په رامنځته کېدو هوکړه شوې ده
 
که څه هم د وسله‎والو طالبانو او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو د جریان د یو شمېر ګډونوالو په حواله راغلي چې که د سولې خبرې اترې نتیجه ورکړي، نو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به ګډ ائتلافي حکومت جوړ شي، خو افغان حکومت دغه څرګندونې بې‌بنسټه بولي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په‎دې اړه  وویل چې دغه راپورونه بې‌بنسټه دي.
خو د افغانستان د سولې عالي وايي، د سولې لپاره هر هغه هڅه یا بهیر چې د اوسني نظام لاسته راوړنې خوندي ساتي او ستونزې حلوي، دوی ترې هرکلی کوی.
 
د دغه شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد وایی:
"که د طالبانو او متحده ایالاتو په خبرو کې د افغانستان د مسئلې د حل‎لپاره کومې لارې کتل کېږي او مسئله پرې حلېږي، نو د سولې شورا به پرې هېڅ اعتراض ونه‎لري، خو هغه خبرې چې هم نتیجه ولري او هم د افغانانو لپاره په ګټه وي."
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو له دې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته خوشبیني ښودلې وه او ویلي و چې د دغې لړۍ دوام به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم خبرو ته زمینه برابره کړي.
 
دا په‎داسې حال کې ده چې تازه یو شمېر افغان رسنیو د پنټاګون د یوه پخواني چارواکي کرستوفو کلینډا په حواله چې د وسله‎والو طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو ګډونوال دی، لیکلي چې له وسله‎والو طالبانو سره د متحده ایالاتو خبرې روانې دي او ښايي مثبتې پایلې ولري.
د ښاغلي کلینډا له قوله دا هم ویل شوي چې د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې به د دې لامل شي چې دغه ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.نوموړي ویلي چې د سولې ټولې خبرې اترې له افغان حکومت سره په پوره همغږۍ مخته ځي او د خبرو اصلي لوری به افغان حکومت وي.
د رسنیو په حواله کلینډا دا هم ویلي چې که د سولې دغو خبرو اترو مثبته نتیجه ورکړه، نو د طالبانو او اوسني حکومت ترمنځ به ګډ ائتلافي حکومت جوړېږي او همدا حکومت به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه پرېکړه هم کوي.
وسله‎والو طالبانو هم دا ډول راپورونه په کلکه رد کړي دي.
 
https://avapress.com/vdchxwnz623n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته