کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار کې هوایی قول اردو دوه منسوبین وژل شوي

6 سنبله 1397 ساعت 0:18

په پلازمېنه کابل ښار کې د هوایي قور اردو دوه منسوبین د ناڅرګندو وسله والو په برید کې وژل شوي.



د کابل د امنیه قوماندانی ویاند حشمت ستانکزي وایي پیښه نن سهار د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتهکړه، چې ناڅرګندو وسله والو شاوخوا ۶ شپږ بجې د پنځلسمې امنیتې حوزې اړوند په خواجه بغرا سیمه د هوایي قول اردو دوه منسوبین په ډزو وژلي.
د ښاغلي ستانکزي په وینا، بريد كوونكي له سيمې تښتېدلي او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې په دې وروستیو کې یې د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کې یې خپلو بریدونو زور ورکړی دی.
تر دې مخکې هم د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د حکومت او امنیتي بنسټونو پر ګڼو چارواکو بریدونه شوي.
 


د مطلب کود: 169539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169539/کابل-ښار-کې-هوایی-قول-اردو-دوه-منسوبین-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com