د کابل د امنیه قوماندانی ویاند حشمت ستانکزي وایي پیښه نن سهار د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتهکړه، چې ناڅرګندو وسله والو شاوخوا ۶ شپږ بجې د پنځلسمې امنیتې حوزې اړوند په خواجه بغرا سیمه د هوایي قول اردو دوه منسوبین په ډزو وژلي.
د ښاغلي ستانکزي په وینا، بريد كوونكي له سيمې تښتېدلي او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې په دې وروستیو کې یې د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کې یې خپلو بریدونو زور ورکړی دی.
تر دې مخکې هم د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د حکومت او امنیتي بنسټونو پر ګڼو چارواکو بریدونه شوي.