کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان په لومړی یو ورځنی نړیواله لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 سنبله 1397 ساعت 8:30

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو تر منځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.



پچه ایرلنډ لوبډلې وګتله خو لوبه یې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله پیل کړه چې په ۵۰  اور کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره  ۲۲۷  منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب د ۶۴ منډو په جوړولو سره د ټولو نه زیاتې منډې جوړې کړې.
ورپسې افغان لوبغاړي حشمت الله شهیدي ۵۴، رحمت شاه  ۲۹، اصغر ستانکزي ۲۵، حضرت الله ځاځی ۱۴، احسان الله ۹، شفیق الله ۱۱، افتاب عالم ۱۱، محمد نبي ۱، راشد خان ۱، او مجیب الرحمن  ۴ منډې جوړې کړې.
خو د ایرلنډ لوبډله ونه توانیده چې یاد هدف پوره کړي او په  ۴۸،۳  اوورو کې یې خپل ۱۰ لوبغاړي د  ۱۹۸ منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړل.
په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي راشد خان ۲، آفتاب عالم ۲،  محمد نبي ۲، او مجیب الرحمن ۱ لوبغاړی له مخې پورته کړل.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تر دې مخکې د شل اوریز لوبو اتلولي هم له ایرلنډ څخه ګټلې
 


د مطلب کود: 169542

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169542/افغانستان-په-لومړی-یو-ورځنی-نړیواله-لوبه-کې-ایرلنډ-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com