دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 169543
د فاریاب په نښته کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو په ګډون ۱۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په فاریاب ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې شاوخوا ۱۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې وسله والو تېره ورځ شاوخوا ۹:۳۰ بجې د غورماچ او قیصار ولسوالیو ترمنځ د چهار شنبې بازار په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر یوه قطار بریدونه پیل کړل چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او شاوخوا ۳۱ نور ټپیان دي.
د شاهین قول اردو په وینا، په وژل شویو کې د قیصار لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا شیرین او د ملا قیوم، ابراهیم، قاري سور ګل، مولوي جان محمد او مولوي نور محمد په ګډون د طالبانو شپږ ډلمشران هم وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د نښتې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو ۴ سرتېري شهیدان شوی او ۷ نور ټپيان دي.
د شاهین قول اردو په وینا په دغه نښته کې د ملي پوځ یوه هاموي او یو رنجر موټر ویجاړ شوي او درې انټرنشنل ډوله موټر  هم زیانمن شوي دي.
شاهین قول اردو وایي د نشتې په ترڅ کې افغان هوایي ځواکونو او د ائتلاف قواوو هم د امنیتي ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdon0fsyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته