دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 169549
م، م: د برما پوځ د ټولوژنې په نیت د روهينګيا مسلمانانو پر وړاندې جرمونه ترسره کړي
د ملګرو ملتونو پلټونکو تیره ورځ د وشنبه وویل، د برما پوځ د ټولوژنې په نيت د روهينګيا مسلمانانو پر وړاندې بشر ضد جرمونه ترسره کړي او باید د برما د پوځ مشر او پنځه تنه جنرالان د سترو جرمونو د پلان کولو په تور محاکمه شي.

د ملګرو ملتونو د حقيقت موندنې ډلې خپل راپور کې ویلي، پوځ د مسلمانانو پر وړاندې د وژنې، جنسي تیري، شکنجې، غلامۍ، د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د کلیو د ويجاړولو په څېر بشر ضد جرمونه ترسره کړي دي.
دې راپور کې ویل شوي، د برما د پوځي  مشر په ګډون د دې هیواد د پنځو تنو جنرالانو په اړه دې څېړنې وشي او د راخین په شمال کې د ډله ييزې وژنې په وجه دي تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې ونيول شي.
راپور وايي، په راخین کې د بشر ضد جرمونو سمه پلټنه دي وشي او د روهينګیا مسلمانانو د ډله ييزې وژنې قضیه دې نړيوالې محکمې ته وړاندې شي.
راپور زیاته کړې، هغه جرمونه چې پوځ په راخین کې ترسره کړې د دې ښکارندويي کوي چې پوځ د ډله ييزې وژنې اراده لرله.
په دې راپور کې د برما پر ملکي حکومت هم نيوکې شوې چې د کرکې خپاروي ته يې اجازه ورکړې او د لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالې په مخنیوي کې پاته راغلی دی.
کال وړاندې د برما پوځ په راخین ولایت کې د مسلمانانو پر وړاندې وحشي عملیات پيل کړل چې زرګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله او له امله يې ۷۰۰ زره تنه روهينګیا مسلمانان ګاونډي بنګله دېش ته کډوال شول چې هلته په کېمپونو کې په ډېرو ناوړه شرائطو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو راپور کې ویل شوي، پوځي عمل چې د کلیو سوځول هم پکې شامل وو سیمه کې د شته امنیتي ګواښونو سره په تناسب کې نه و.
راپور وايي، د برما پوځ له بشري حقونو دومره سرغړونې کړې چې سترګې نه شي پرې پټېدلی.
https://avapress.com/vdcjxhevhuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته