دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 169553
د کندز په امام صاحب کې د غیر مسوولو وسله والو یو قوماندان نيول شوی
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د غیر مسوولو وسله والو یو مهم قوماندان نيول شوی دی.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي نن سې شنبې خبریالانو ته وویل، پرون ناوخته د امام صاحب ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یوې غیر مسوولې وسله والې ډلې قوماندان محمد عارف کلته د ولسوالۍ په بازار کې له لنډې نښتې وروسته ونېوه.
مرادي وویل چې قوماندان کلته د خلکو د ځورونو، وهلو، ټکولو، قتلونو او ګواښولو تر تعقیب لاندې و.
د یادونې وړ ده چې د کندز اوسېدونکي له څو کلونو راهیسې د غیر مسوولو وسله والو ډلو له غیر قانوني فعالیتونو او خپل سریو څخه په تنګ شوي دي او په دې اړه یې تل شکایتونه هم کړي دي خو د ولسمشر اشرف غني له حکم سره سم د کندز سیمه ییز چارواکو په دې وروستیو کې د دې ولایت په کچه د خپل سرو ټوپکیانو د نېولو عملیات پیل کړي دي.
چارواکي وايي چې دا پروسه د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تطبیق په حال کې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceno8zxjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته