کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د قتل په تور ۷ تنه نیول شوي

6 سنبله 1397 ساعت 10:47

د هرات ولایت ادرسکن او ګذره ولسوالیو کې ملکی کسانو قتل په تور ۷ تنه د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، دوه تنه ددی کسانو څخه د یو کورنۍ پنځه تنو غړو قتل په تور د هرات ادرسکن په ولسوالی کې نیول شوی دی.
جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند وایی: ملا عبدالله او نعمت الله هغه کسان دی چی د یو کورنۍ پنځه تنو غړو قتل په تور چی دری ورځې مخکې په مرموز ډول د ادرسکن په ولسوالی کې په قتل رسیدلي وو، د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
جیلانی فرهاد وویل: لومړنۍ څیړنې ښیی چی کورنۍ اختلافات ددی کورنۍ غړیو وژل کیدو سبب وو.
همدارنګه پنځه تنه نور د قتل په تور نیول شوی دی.
عبدالاحدولی زاده د هرات پولیسو قوماندی ویاند وویل: نیول شوی کسان یو ۴۰ کلن سړۍ د لفظی نښټو وروسته په چاقو باندی په قتل رسولي دی او ۷ تنه نور د مقتول نږدی کسانو څخه ټپی کړی دی.
ولی زاده وویل: دا کسان د ګذره او اوسنۍ درب قندهار اصلی اوسیدونکو څخه دی چی د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
 


د مطلب کود: 169554

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169554/په-هرات-کې-د-قتل-تور-۷-تنه-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com