دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 169554
په هرات کې د قتل په تور ۷ تنه نیول شوي
د هرات ولایت ادرسکن او ګذره ولسوالیو کې ملکی کسانو قتل په تور ۷ تنه د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دوه تنه ددی کسانو څخه د یو کورنۍ پنځه تنو غړو قتل په تور د هرات ادرسکن په ولسوالی کې نیول شوی دی.
جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند وایی: ملا عبدالله او نعمت الله هغه کسان دی چی د یو کورنۍ پنځه تنو غړو قتل په تور چی دری ورځې مخکې په مرموز ډول د ادرسکن په ولسوالی کې په قتل رسیدلي وو، د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
جیلانی فرهاد وویل: لومړنۍ څیړنې ښیی چی کورنۍ اختلافات ددی کورنۍ غړیو وژل کیدو سبب وو.
همدارنګه پنځه تنه نور د قتل په تور نیول شوی دی.
عبدالاحدولی زاده د هرات پولیسو قوماندی ویاند وویل: نیول شوی کسان یو ۴۰ کلن سړۍ د لفظی نښټو وروسته په چاقو باندی په قتل رسولي دی او ۷ تنه نور د مقتول نږدی کسانو څخه ټپی کړی دی.
ولی زاده وویل: دا کسان د ګذره او اوسنۍ درب قندهار اصلی اوسیدونکو څخه دی چی د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcft1dyjw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته