کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسمشر غنی او روسی چارواکې پریکړه د مسکو غونډی په اړه

6 سنبله 1397 ساعت 11:05

ولسمشر محمد اشرف غني د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف سره د خبرو په پایله کې یې د مسکو غونډې د ځنډولو پرېکړه کړې ده.



ارګ ماڼي په یوه بیان کې ویلي، چې  ولسمشر غني پرون مازیګر د روسیې فدراتیف د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټیلفوني خبرې وکړې.
خبرپانه زیاتوي، چې په دغه ټیلفوني مکالمه کې د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګېدو په خاطر د بین المللي او منطقوي دوستانو او شریکانو په ځانګړي ډول د روسیې فدراتیف دولت د هڅو قدرداني وکړه، وې ویل، د کابل په دویم کنفرانس کې د سولې هر اړخیزه برنامه چې د افغانستان د خلکو د بېلابېلو اقشارو سره په مشورې او د نړيوالې ټولنې په ملاتړ جوړه شوې وه، سرتاسري او پایداره سولې ته د رسېدو ټول اساسي اصول یې ټاکلي دي.
هغه وویل، په دې خاطر چې اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکیت سوله ده په پام کې ونیول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، باید په پوره همغږۍ ورته امادګي ونیول شي، نو د دغو ناستو موثریت به زیات کړي.
ورپسې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ”موږ هم د افغانانو په مالکیت سوله غواړو او په دې برخه کې هرې موثرې همکارۍ ته چمتو یوو او د افغانستان حکومت سره په همغږۍ به هره هڅه او همکاري ترسره کړو. “
د ارګ ماڼی په وینا، په دغه ټیلفوني مکالمې کې تصمیم ونیول شو چې د لا زیاتې امادګۍ او موثریت په خاطر به مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي، افغانستان او د روسیې دولت به په ګډه د دغې ناستې مدیریت او کوربه توب وکړي.
 


د مطلب کود: 169556

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169556/د-ولسمشر-غنی-او-روسی-چارواکې-پریکړه-مسکو-غونډی-په-اړه

آوا
  https://www.avapress.com