کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې امنیتی ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۱۱۵ تنو ته مرګژوبله اوښتي

6 سنبله 1397 ساعت 11:10

په فاریاب ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې شاوخوا ۱۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې وسله والو تېره ورځ شاوخوا ۹:۳۰ بجې د غورماچ او قیصار ولسوالیو ترمنځ د چهار شنبې بازار په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر یوه قطار بریدونه پیل کړل چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او شاوخوا ۳۱ نور ټپیان دي.
د شاهین قول اردو په وینا، په وژل شویو کې د قیصار لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا شیرین او د ملا قیوم، ابراهیم، قاري سور ګل، مولوي جان محمد او مولوي نور محمد په ګډون د طالبانو شپږ ډلمشران هم وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د نښتې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو ۴ سرتېري شهیدان شوی او ۷ نور ټپيان دي.
د شاهین قول اردو په وینا په دغه نښته کې د ملي پوځ یوه هاموي او یو رنجر موټر ویجاړ شوي او درې انټرنشنل ډوله موټر  هم زیانمن شوي دي.
شاهین قول اردو وایي د نشتې په ترڅ کې افغان هوایي ځواکونو او د ائتلاف قواوو هم د امنیتي ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
 


د مطلب کود: 169558

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169558/فاریاب-کې-امنیتی-ځواکونو-او-وسله-والو-ترمنځ-نښته-۱۱۵-تنو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com