ارګ ماڼ په یوه بیان کې ویلي، چې په دغه غونډه کې پر ۲۲ تدارکاتي مواردو بحث وشو چې په پایله کې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۶ پروژو د ورکړې د غوښتنې قرارداد منظور کړ چې پکې د کابل ښاروالۍ اړوند په کابل ښار کې د ۴۰ کیلو مټره سرک د ډیزاین او سروې لپاره د مشاورتي خدماتو، په اوو لاټونو کې د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره د ستردرسیتز د لوژستیک ریاست د مرکزي او ساحوي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د یو قلم باکیفیته وطني مایع غوړیو د تهیې او تدارک او د افغانستان د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې شرکت اړوند د وزیر اکبر خان غونډۍ د E ذخیرې د ساحې لپاره د وېش او انتقال نلونو د پروژې قراردادونه شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د Voice Carrier له طریقه د بین المللي مخابرې د تامین، د کورنیو چارو وزارت اړتیا وړ د شپږمې برخې د چوکاټ قرارداد پر بنسټ د ۲ قلمه اړتیا وړ غوښې( پسه او غوايي) د تدارک او د محابسو او توقیف خونو عمومي ریاست د دویمې او څلورمې برخې دچوکاټ د قرارداد پر بنسټ د دوه قلمه ( پسه او غوايي) غوښې د تدارک قراردادونه هم منظور شوي.
د ارګ ماڼی په وینا، همدارنګه د اجنډا مطابق له هر اړخیزو بحثونو او دقت وروسته کمېسیون د یو شمېر پروژو د تعدیل په اړه وړاندیزونه تائید کړل چې پکې د کرنې او اوبو لګولو وزارت اړوند د هېواد په څلورو ولایتونو (کابل، بلخ، هرات او کندز)کې د پنځومسلخونو د پروژې د ډیزاین او جوړولو د منظورۍ د تعدیل ( د بیې د لوړوالي پرته د مودې د غځېدو) د غوښتنې قرارداد، د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د بلخ ولایت د مقام د اداري ودانۍ د جوړولو د مودې د غځېدو د منظورۍ د تعدیل د غوښتنې قرارداد، دفواید عامې وزارت اړوند د افغانستان د ساختمان لابراتوارونو ANCL د ایجاد او تجهیزاتو پروژې ( د بیې لوړوالي سره د مودې غځېدل) د منظورۍ د تعدیل غوښتنې قرارداد او ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو کمېسیون د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې د ۱۵.۰۶۹ کیلومټر اوږدحلقوي سرک جوړولو او پخولوکې له ۳۰٪ څخه تر ۵٪ پورې د پروژې د ښه کاري اجرا کموالي( د بیې لوړوالي سره د مودې غېځدل) د منظورۍ د تعدیل غوښتنه شامل دي.
د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر رئیس او غړو سربېره د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)