دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 169578
د افغانستان او قزاقستان جمهوریت تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ بین الحکومتي کمېسیون لسمه ناسته جوړه شوه
د افغانستان او قزاقستان جمهوریت تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ بین الحکومتي کمېسیون لسمه ناسته د وږې میاشتې په ۵ مه نېټه د افغانستان مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار په ګډون د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردک او د قزاقستان هیواد د پوهنې او علومو وزارت معین ښاغلي تالګات یشینکلوف په ګډه مشرۍ، کابل سرینا هوټل کې جوړه شوه.

په دې ګډ بین الحکومتي کمېسیون کې چې د افغانستان لپاره د قزاقستان سفیر ښاغلي عالم خان یسینګلدیف، د اړوندو ادارو معینانو و د بېلابیلو ادارو یو شمېر رئیسانو ګډون کړې وو، د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د یاد کمېسیون په پرانېسته وینا کې افغانستان ته له قزاقستان څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل:" د دواړو هیوادونو تر منځ د بین الحکومتي کمېسیون جوړیدل د اړیکو د لا پیاوړتیا ښودنه کوي. د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او زموږ لپاره ګډ بین الحکومتي کمېسیون د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي اصلي چوکاټ ده، چې کولی شي په دې برخه کې کلیدي رول ولوبوي."
 
د قزاقستان جمهوریت د پوهنې او علومو وزارت معین ښاغلي تالګات یشینکلوف، د افغانستان لخوا د ښه کوربتوب څخه د مننې تر څنګ وویل: "د قزاقستان جمهوریت د خپلو ژمنو پلي کیدو ته ژمن دی او د عملي کولو لپاره یې د افغانستان له حکومت سره په ګډه کار کوي." نوموړي د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د خپلو لومړیتوب لرونکو پراختیایې پروژو لیست دوی ته وسپاري تر څو په دې برخه کې ګډه پانګه ونه وشي. همدا شان نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د افغانستان – قزاقستان بین الحکومتي کمېسیون یې د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو لپاره اغیزمن او مناسب چوکاټ یاد کړ.
په دې ناسته کې، تخنیکي کمېټو د افغانستان – قزاقستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا، اقتصادي ودې، ترانزیت او سېمه ایزه نښلونه، د کانونو په برخه کې د قزاقستان هیواد په پانګونې، د حکومت په حکومت میکانیزم له لارې د قزاقستان د نفتي موادو او اوبلنو ګازو په پیر، ګمرکي همکاریو، د دواړو هیوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو په زیاتوالي، د پوهنې، لوړو زده کړو او کرنې په برخو کې د قزاقستان هیواد په همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هر اړخیز بحثونه وکړل.
 
په پای کې ، د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ بین الحکومتي کمېسیون د لسمې ناستې پروتوکول په ۱۱ برخو او ۳۴ مادو کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي نجیب الله وردک او د قزاقستان جمهوریت د پوهنې او علومو وزارت معین ښاغلي تالګات یشینکلوف له لوري د سوداګرۍ او صنعت، ترانزیت او ترانسپورټ، کرنې، نفتي موادو، کانونو او پطرولیم، لوړو زده کړو، بانکي او کلتوري چارو په برخو کې لاسلیک شو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz9b8wrhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته