دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 169579
په روان کال کې ۲۴۵ مټریک ټنه د زعفرانو پياز په کروندګرو وېشل کېږي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پام کې لري چې په روان کال کې ۲۴۵ مټریک ټنه د زعفرانو پياز په کروندګرو ووېشي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه بهیر په ټول هېواد کې د زعفرانو د کښت د پراختیا او بزګرانو سره د مرستې په هدف له يوې میاشتې راهیسې پېل شوی او د زعفرانو پياز په وړیا ډول بزګرانو ته ورکول کېږي.
د ښاغلي رستمي په خبره، د ښه بازار او د عوایدو د زیاتوالي له امله په دې ورستیو کې د زعفرانو کښت ته د هېواد په زیاتره ولایتونو کې لېوالتیا زیاته شوې ده.
د نوموړي په خبره، دغه وزارت هڅه کوي چې کروندګرو سره د زعفرانو د کښت د لا پراختیا په برخه کې لا زیاتې همکارۍ وکړي.
 
https://avapress.com/vdccmoqso2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته