دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 169588
امرالله صالح: د ښاغلی اتمر استعفا د ملی یووالی حکومت لپاره یو لویه ضایع ده
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر استعفا په اړه عکس العمل وښود.

نوموړی په یوه بیان کې ویلي، چې ښاغلي اتمر یو تکړه او متوازن ستراتیژیست او متفکر وباله او زیاته یې کړه چې د ښاغلي اتمر استعفا د ملي یووالي حکومت لپاره یوه لویه ضایع ده.
د ښاغلي صالح په وینا، د محمد حنیف اتمر استعفا د حکومت په مشرتابه کې یې د جدي اختلافاتو او شخړو ښکارندوي کوي او داسې ښکاري چې ولسمشر غني پر خپل ټیم هم باور نه لري.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي اتمرد شنبې په ماښام نا وخته له خپلې دندې استعفا وکړه او د خپلې استعفا لامل یې د حکومت له مشرتابې سره په سیاسي چارو کې د جدي اختلافاتو موجودیت بللې دي.
بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني وایي د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار د محمد حنیف اتمر استعفا د هېواد لوړو ګټو ته په کتو منلې ده.
نوموړی دغه څرګندونې د ملي امنیت شورا لپاره د نوي سلاکار حمد الله محب د پیژندلو په مراسمو کې وکړې.
ولسمشر غني وویل ”د خپل دوست او دوامداره همکار د استعفا منل راته ستونزمن تصمیم و، خو د هېواد د ملي ګټو په خاطر مې باید دغه تصمیم نیولی وای. “
هغه د هېواد د ملي امنیت د مخکېني سلاکار محمد حنیف اتمر د خدمتونو او هڅو قدرداني وکړه وې ویل ”ښاغلي اتمر په بېلابېلو برخو کې ډېر زحمتونه ګاللي، هېواد هغه ته اړتیا لري او په نورو برخو کې به د هغه له تجربو استفاده وشي. “
 
https://avapress.com/vdcc4oqs42bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته