کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت: هلمند د حقابې په اړه د ۱۳۵۱ تړون پوره څرګند دی

6 سنبله 1397 ساعت 17:14

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هلمند د اوبو حقابې په هکله د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمځ د ۱۳۵۱ نړیوال تړون دا مسله په ډیره ښه ډول حل کړې ده.



د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او سرپرست نصیر احمد اندیشه نن د سه شنبې په ورځ (وږي ۶مه) کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو د ویش او حقابې په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونو ته، چې د "شبکه سه"په نوم د ایران د دولتي تلویزیون سره کړي، وویل، چې افغان حکومت په دې مسله د ایران سره له وړاندې خبرې پیل کړي دي. خو هغه وویل، افغانستان په دې برخه کې ایران سره کومه ستونره نه ویني.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، چې د ۱۳۵۱ کال تړون په دې برخه کې پوره وضاحت لري.
ښاغلي اندیشه وویل " نهمه ماده يې په ډیره څرګنده توګه وايي، چې که چیرې هم د اوبو د اندازې په برخه کې اختلاف رامنځ ته کیږي، تاسو کولی شئ دغو دریو میکانیزمونو ته مراجعه وکړئ، دغه میکانیزمونه زمونږ په مخ کې دي او مونږ هره شیبه دې ته چمتو یو، چې په دغو میکانیزمونو کې شامل اوسو او که د اوبو د زیاتوالی یا کمیدو په اړه سوالونه موجود وي، هغه څه دي، چې پخپله په دې ماده یې وړاندوینه شوې ده".
ښاغلي اندیشه وویل، دې ته اړتیا نشته، چې څوک پر چا فشار راوړي اوړي.
هغه وویل" زه فکر کوم فشار ته اړتیا نشته مونږ د ایران اسلامي جمهوریت سره ډیرې ښې او دوستانه اړیکې لرو".
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف د "شبکه سه" تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان سره د اوبو د ستونزې د حل لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
هغه ویلي، چې دا مسله له نږدې څارې، خو هغه دا ومنله، چې په دې اړه موافقې ته رسیدل یو څه وخت ته اړتیا لري.
ایراني چارواکو پخوا هم د هلمند د اوبو د حقابې په مسله څرګندونې کړې وې او د اوبو د ویش څخه یې سرټکولی وو.
د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په وروستیو کې محمد موسی شفیق د صدارات په دوره کې ښاغلي شفیق د ایران د صدراعظم امیر عباس هویدا سره د هلمند د اوبو د حقابې تړون لاسلیک کړی وو.
د افغانستان په څیر ایران هم د سختې وچکالۍ سره مخ دی، چې له امله یې د افغانستان په ګاونډ کې پراته ولایتونه د وچکالۍ سره مخ شوي دي.


د مطلب کود: 169589

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169589/افغان-حکومت-هلمند-د-حقابې-په-اړه-۱۳۵۱-تړون-پوره-څرګند-دی

آوا
  https://www.avapress.com