دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 169592
افغانستان جنوب ختیځ کې لسګونو طالبانو ته مرګژوبلی اړولو ادعا
د افغانستان به جنوب ختېځ کې د افغان پوځ د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانی وایي افغان هوایي ځواکونو د ګډوعملیاتو په لړ کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د تندر قول اردو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزو تامونو، د توپچي او افغان هوایي ځواکونو سره په ګډه د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د یارکي خیل، جوارکلي، یوسف خیلو او جرنیل په سیمو کې وسله وال مخالفین په نښه کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې ۹ وسله وال ټپیان شوي او ۷ عرادې موټر سایکلونه او دوه عرادې فولډر موټر له منځه وړل شوي.
د تندر قول اردو په وینا، په وژل شویو کې د فیروزالدین په نوم او د شریف په نوم د وسله والو مخالفینو قوماندانان هم شامل دي او د طالبانو یو بل غړی د معاون داروخان کوچي په نوم هم په نوموړو بریدونو کې وژل شوی دی.
د پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو وایي د دې ترڅنګ افغان هوايي ځواکونو د پکتیکا ولایت د وازه خواه ولسوالۍ د بلوخیل په سیمه پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دوی ۶ عرادې موټر سایکلونه یې له منځه وړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې همداراز د تندر قول اردو منسبوبینو د پکتیکا ولایت د سره میدان په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په یوه نښته کې ۳  تنه ترهګر وژلي او یو عراده ډاډسن موټر د دښمن له منځ وړی دی او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې توپچي ځواک انداخت پرمټ ۲  تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ نور یې ټپیان دي.
 
https://avapress.com/vdchwwnzi23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته