دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 169594
طالبانو په لښکرګاه ښار کې مخابراتی شبکې بندې کړې دي
طالبانو یو ځل بیا پر لښکرګاه مخابراتي شبکې بندې کړې دي.


د طالبانو ددی اقدام علت‌ نه‌دی معلوم، خو دا په روان میلادي کال کې څووم ځل دی چې وسله‌وال د هلمند د ولسوالیو په شمول، پر مرکز لښکرګاه مخابراتي شبکې بندوي.
په دې برخه کې د حکومت کمزوری اقدام د عامو خلکو او د ولایتي شورا د سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
خو طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

 
https://avapress.com/vdcjhhevxuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته