دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 169598
د لوګر ولایت پل علم ښار د ماسټر پلان طرحه تصویب شوه
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د لوګر ولایت مرکز د پل علم ښار د ماستر پلان طرحه پرون ماښام د ښاري پراختیایي عالي شورا د غونډې په ترڅ کې تصویب شوه.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د پل علم ښاروال احمدذکي سرفراز د لوګر ولایت پل علم ښار د ماسټر پلان طرحه غونډې ته وړاندې کړه او د ښار د موجوده وضعیت د پېژندنې او ارزونې، د ښار د مطالعې د بېلابېلو مرحلو، د مطالعاتو د پایلې او د اهدافو او ستراتېژیو د تعیین په اړه یې معلومات ورکړل او د ښار لپاره یې د نوي مرکز، د سوداګریزو، اداري، روزنیزو، مذهبي، روغتیایي، صنعتي، زرغونې او ورزشي سیمو  او د پارکونو او لارو د شبکو د جوړولو په اړه خپل وړاندېزونه غونډې ته وړاندې کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د لوګر ولایت پل علم ښار د ماسټر پلان طرحه تصویب کړه.
د ارګ ماڼی په بیان کې د ولسمشر غني په حواله راغلي، چې اساسي ټکی په تطبیق کې دی چې د څو موضوعګانو له هغې ډلې د ځمکې د وېشونکي ادارې مشخصېدلو اړتیا ده چې دا موضوع د ښاروالیو د قانون په واسطه چې ژر به توشیح شي، حل کېږي.
ولسشمر غني زیاته کړه، چې د یاد ماسټر پلان د طبیق لپاره د مصرفي د پیسو اندازه دې هم وسنجول شي او په دغه برخه کې دې پیسې دوراني وي چې د ګټې پایله یې مشاهده او د شخصي ځمکو حدود دې هم معیین شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnn0fjyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته