خوښ ديک ۰

امریکایي ځواکونو په ننګرهار کې د داعشیانو پټنځایونه بمبار کړي

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو پټنځایونه بمبار کړي دي.
امریکایي ځواکونو په ننګرهار کې د داعشیانو پټنځایونه بمبار کړي

په ختېځ کې د پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې د داعشیانو په وړاندې تازه هوایي بریدونه د خوږیاڼو ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې تېره ورځ د ننګرهار ولایت خوګیاني ولسوالی وزیرو تنګی په سیمه کې د داعش تروریستي ډلې په پټنځایونو هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۷ تنه داعشیان وژل شوي.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه  هم دوام لري
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود: 169636 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *