په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو پټنځایونه بمبار کړي دي.
امریکایي ځواکونو په ننګرهار کې د داعشیانو پټنځایونه بمبار کړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 سنبله 1397 ساعت 14:34
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو پټنځایونه بمبار کړي دي.
په ختېځ کې د پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې د داعشیانو په وړاندې تازه هوایي بریدونه د خوږیاڼو ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې تېره ورځ د ننګرهار ولایت خوګیاني ولسوالی وزیرو تنګی په سیمه کې د داعش تروریستي ډلې په پټنځایونو هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۷ تنه داعشیان وژل شوي.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه هم دوام لري
د مطلب کود: 169636