دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 169648
غزنی امنیه قوماندان: امنیتی او دفاعی ځواکونه به هغه لوټماران ونیسی چی د خلګو مالونه یی لوټ کړي دی
د غزني ولایت امنیه قوماندانی وایي د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به ټول هغه کسان ونیسي چې د خلکو مالونه یې لوټ کړي دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندانی په یوه بیان کې ویلي ”دوه اونۍ وړاندي کله چي دشمن دغزني په شار برید وکړ هغه وخت ددولت دمخالفینو په ګډون یو شمیر خلکو هم دغزني سوداګریزو مارکیتونو او دولتي ادارو کي چور وکړ او مالونه یې لوټ کړل. “
خبرپانه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو ته د یو شمیر خلکو اسناد په لاس ورغلي چي د برید په مهال یې دولتي اداري او د خلکو له هټۍو او مارکیتونه چور کړي دي، چي ډیر ژر به یې ونیسي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ”دولت تل ستاسو امنیت ناموس او عزت ساتلی او له دي وروسته به یې هم ساتي خو بیا هم یوشمیر کسانو ددشمن په خوله له دشمن سره یو ځاي دي ناوړه کار باندي لاس پوري کړ چي امنیتي ځواکونه به ټول دغه کسان ونیسي. “
خبرپاڼه زیاتوي ”په دي وروستیو کي په ټولنیزو رسنیو کي یو شمیر خلک اوازي خپروي چي ګواکي امنیتي ځواکونو دخلکو دوکانونه لوټ کړي دي امنیتي ځواکونه شپه او ورځ دغزني دخلکو دامنیت ناموس عزت ساتلو لپاره هلي ځلي کوي که چیرته پولیسو دا کار کولی نو ولي یې دا شپاړس کاله ستاسو هټۍ چور نکړي. “
د یاودنې وړ ده چې وسله والو طالبانو شاخوا دوه اوونی مخکې د غزني ولایت پر مرکز پر غزني ډلییز بریدونه پیل کړل.
د راپورونو له مخې، د غزني ښار په جګړه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
https://avapress.com/vdcjxhevouqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته