دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 169651
په کابل کې داعش یو څلور کیزه ډله نیول شوی ده
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې يې د داعش یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.

ملي امنیت نن په یوه بیان کې ویلي، دې کسانو په ظاهره د ټکسي چلوونکو په توګه کار کاوه، خو د داعش ډلې لپاره يې د وسلو او مهماتو په ساتلو او دې ډلې ته يې د خلکو د جذبولو په برخه کې فعال رول لوباوه.
داعش ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې د موعود په نامه پر ښوونیز مرکز د برید چې لسګونه زده کوونکي په کې ووژل شول، مسوولیت منلی دی.
ملي امنیت وايي، دې څلور کسیزه ډلې د کابل په قرغه کې یو پټن ځای درلود چې د ځانګړو ځواکونو له خوا ترې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdkn0ffyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته