کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار امنیتی مسؤولین: په میوند ولسوالۍ کې ۱۱ وسله والو ته مرګژوبله اوښتي

7 سنبله 1397 ساعت 17:53

د کندهار امنیتي مسوولان د دې ولایت په ميوند ولسوالۍ کې د ۱۱ وسله‎والو د مرګ ژوبلې ادعا کوي.



د کندهار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال عبدالبشير خاکسار وایي، د تېرو څو ورځو راهيسې د کندهار په لويديځو ولسوالیو، پنجوايي، ژړۍ او ميوند کې د وسله‎والو پرضد عمليات پېل شوي چې يوازې تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د چغنې په کلي د يوې نښتې پرمهال پنځه وسله‎وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
خاکسار وویل چې په‎دې عملياتو کې امنیتي ځواکونو ته زيان نه‎دی اوښتې.
د دولت وسله‎والو مخالفينو تراوسه په‎دې اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.


د مطلب کود: 169652

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169652/کندهار-امنیتی-مسؤولین-په-میوند-ولسوالۍ-کې-۱۱-وسله-والو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com